ایران: د امریکا سره د زندانیانو تبادلې ته حاضر یو

ایران د امریکا سره د زندانیانو تبادلې ته چمتوالی وښود.

1597928
ایران: د امریکا سره د زندانیانو تبادلې ته حاضر یو

ایران وویل چې د امریکا سره د زندانیانو تبادلې ته  تیار یو.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د خبر له مخې د ایران د حکومت ویاند علي ربعي په پلازمینه تهران کې د مهمو مسئلو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه د امریکا سره د زندانیانو د تبادلې د مسئلې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د زندانیانو د تبادلې په مسئله کې د ایران دریځ او کړنلاره اعلان کړې ده .

هغه وویل چې غواړم یو ځل بیا ووایم چې ایران د زندانیانو تبادلې ته حاضر دی. دا چې تر اوسه پورې دا تبادله نده شوې ددې خبرې مسئول امریکا دی. امریکا تر اوسه پورې پدې اړه اماده شوی ندی.

هغه وویل چې له بده مرغه چې د نړۍ په یو زیات شمیر برخو کې د امریکا د فشارونو له امله یو زیات شمیر ایراني وګړي زنداني شوي دي.

هغه د ایران او امریکا ترمنځه اټومي تړون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، زمونږ یواځنۍ غوښتنه پر ایران لګیدولو تحریمونو لرې کول او امریکا پرته د قید او شرط نه دې تړون ته رارستنیدل دي.



اړوند خبرونه