ایران : د امریکا سره د زندانیانو تبادلې ته حاضر یو

د ایران د حکومت ویاند علي ربعي‌ وویل چې هیواد يي د امریکا متحده ایالتونو سره د ټولو زندانیانو تبادلې ته حاضر دی.

1431673
ایران : د امریکا سره د زندانیانو تبادلې ته حاضر یو

 

ربعي دا څرګندونې په پلازمینه تهران کې خبري‌ غونډې ته وکړې. هغه د امریکا سره د زندانیانو د وروستۍ تبادلې نه چې په نتیجه کې د ایران درې تنه کارپوهان د امریکا لخوا ازاد شول یادونه وکړه.

هغه وویل چې هیله لرو چې د تبادلې دا بهیر په امریکا کې د زنداني‌ ټولو زندانیانو د خوشې کولو پورې دوام وکړي. هغه وویل لکه څرنګه چې مو مخکې هم په کراتو ویلي دي ایران د امریکا  سره د ټولو زندانیانو تبادلې ته چمتو دی. پدې مسئله کې چې هر ډول خڼډ د امریکا پورې تعلق لري.

هغه د امریکا سره د له سره د مذاکراتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا لومړی باید د اټومي‌ تړون ته چې په یو پلوه توګه ترینه جلا شوی دی یو ځای شي.

هغه وویل مونږ تر اوسه پورې داسې کومه اشاره چې امریکا په واقعي‌ ډول مذاکراتو ته لیواله وي لیدلې نده.

همداشان د تیرې دې مودې په دننه کې د رامنځته شوو پيښو او پرمختګونو له امله مو د  امریکا سره د مذاکراتو د جدیت، صحت او ښه نتیجې ترلاسه کولو په اړه  خپل باور د لاسه ورکړی دی. د باور د رغولو په خاطر باید هغوې هغه څه چې وران کړي‌ دي‌ هغه له سره جوړ کړي.

د بله پلوه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي‌ هم د امریکا سره د زندانیانو نوې تبادلې ته پوره چمتوالی وښود.

هغه د ایران د رسمي‌ خبري‌ اژانس ایرنا سره په مرکه کې وویل چې د ایران او امریکا ترمنځه د متقابل باور ستونزه شتون لري.

که چیرې د زندانیانو د نوې تبادلې امکان شتون ولري‌ ایران ورته چمتو دی. مونږ غواړو چې په امریکا کې زنداني‌ ایراني‌ وګړي‌ خلاص او خپل هیواد ته راستانه شي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې تهران د امریکا سره د احتمالي‌ مذاکراتو لپاره د امریکا ټاکنو او د ولسمشر ټرمپ  تګ ته منتظر دی داسې وویل، ټاکنې د امریکا داخلي‌ مسئله ده. ایران د امریکا داخلي‌ بدلونونو او یا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو ته انتظار نه کړی او نه به يي‌ وکړي.

د ویلو ده چې په امریکا کې یو ایراني‌ کارپوه سیروس عسکري‌ چې د نیولو پر مهال په کرونا ویروس اخته شوی وو او وروسته خوشې شو د جون په دریمه نیټه خپل هیواد ایران ته ستون شو.

ددېنه یوه ورځ وروسته د امریکا د سمندري‌ ځواکونو یو تن سرتیری مایکل وایټ چې د ۶۸۳ ورځو راهیسې په ایران کې زنداني‌ وو خوشې شو او خپل هیواد ته ستون شو.

د وایټ د خوشې کیدو نه وروسته امریکا هم ایراني‌ کارپوه مجید طاهري چې د تحریمونو نه د سرغړونې په تور د ۱۶ میاشتو راهیسې په امریکا کې زنداني‌ وو خوشې کړ.

د امریکا د نیومکسیکو د ایالت پخواني‌ والي بیل ریچارډ سن ویلي‌ وو چې د زندانیانو د تبادلې په اړه يي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره خبرې کړې وې.



اړوند خبرونه