د بلوچستان ایالت د چمن په ښار کې په جومات کې چاودنه شوې
د پاکستان د چمن په ښار کې په یو تاریخي جومات کې چاودنه وشوه.
1092447
د پاکستان بلوچستان ایالت د چمن ولسوالۍ د تاج روډ په سیمه کې په یو تاریخي جومات کې چاودنه شوې ده .نه د ترلاسه شوو معلوماتو ل مخې پدې چاودنه کې ۹ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په چاودنه کې د جومات ملاامام هم ټپي شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکو چاودیدونکي توکي د جومات په دننه کې د المارۍ په منځ کې ځای په ځای کړي وو.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته د پیښې ټپيان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د چاودنې نه وروسته پولیس او روغتیايي ډلې سیمې ته رسیدلي دي. د روغتیايي ډلو د پیښې ټپیان روغتونونو ته انتقال کړي دي.
پولیسو د پيښې په اړه په تحقیقاتو پیل کړی دی.