په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو دویمه چاودنه وشوه
د چمن په ښار کې په امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه
771955
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې افغانستان پولې ته نږدې د چمن ښار د تالاب په سیمه کې په امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د چمن ښار د تالاب په سیمه کې د امنیتي ځواکونونو د تالاشۍ په پوستې بمي برید وشو.
د سیمې پولیسو ویلي دي چې پدې برید کې یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړی او پوستې ته د پام وړ زیان اوښتی دی.
د برید نه وروسته په سیمه کې پراخه پلټنې پيل شوي دي.
د ویلو ده چې نن د سهار په ساعتونو کې هم د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د پیښور په ښار کې په پاکستاني ځواکونو چاودنه وشوه چې له امله يي ۲ تنه سرتیري مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.
دا چاودنې پداسې حال کې کیږي چې پاکستان نن د داعش پر خلاف د عملیاتو د پیلولو نه خبر ورکړ.