افغان پوله ساتو لخوا پر پاکستاني پوستو د برید ادعا !

پاکستان ویلي افغان پوله ساتو ددوې پر امنیتي پوستو ډزې کړي

726133
افغان پوله ساتو لخوا پر پاکستاني پوستو د برید ادعا !

پاکستان  ویلي دي چې  افغانستان سرحدي ځواکونو  ددوې  پر امنیتي پوستو وسله وال برید کړی دی .

پاکستان ویلي دي چې  افغان پوله ساتو  په چمن کې  ددوې  پر امنیتي پوستو ډزې کړي  چې په پایله کې   یو تن مړ  او  ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.

پاکستان امنیتي  سرچینو د خبر له مخې  افغان امنیتي ځواکونو  د چمن د ګلدار باغچې  او اډه کهول  په سیمو کې  ددوې  پر امنیتي پوستو  وسله وال برید کړی چې په پایله کې  د ۳ تنو ماشومانو په ګډون  ۱۷ تنه  ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینې ویلي دي چې  پدې برید کې ځینې مرمۍ په سیمه کې په ملکي کورونو  لګیدلي دي چې له امله يي ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینې ویلي دي چې پاکستاني ځواکونو سمدلاسه ځوابي بریدونه وکړل.

سرچینې ویلي دي چې  د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتون ته انتقال شوي دي . د ټپیانو نه د دوو تنو روغتیايي حالت  ښه ندی.

د پاکستان  د چمن  سیمې  یوې امنیتي سرچینې  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  نن  جمعه  د مې پنځمه نیټه  د سهار د ۴ بجو په شاوخوا کې  د افغانستان لوري نه ددوې پر امنیتي پوستو ډزې پیل شوې . سرچینې ویلي دي چې  د ډزو نه وروسته  پاکستاني سرتیرو هم په ځوابي ډزو پیل وکړ. په ډزو کې  یو تن  مړ  او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه  ۳ تنه ماشومان دي.

افغان  لوري  تر اوسه پورې  د پاکستان ددې ادعا په اړه  څه ندي ویلي.

د یادولو وړ ده چې  وخت نا وخته  د پاکستان او افغانستان  په پولو کې  د دا ډول پیښې رامنځته کیږي.



اړوند خبرونه