داعش په عراق کې د ایران جګپوړی جنرال وواژه
163615
د ایران یو جګپوړی جنرال چې په عراق کې د داعش پر خلاف په مبارزه کې د عراقي ځواکونو ته لار ښونه کوله د داعش لخوا ووژل شو.
د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو جنرال حمید تقوي چې په عراقي ځواکونو د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله د بغداد په شمال د سامارا په ښار کې وژل شوی دی .
جنرال حمید تقوي د داعش پر خلاف په مبارزه کې د عراقي ځواکونو او ملیشه ځواکونو د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله چې د داعش لخوا ووژل شو.
د ویلو ده چې جنرال حمید تقوي د عراق ایران ترمنځه د جګړې پر مهال د رمضان د قرارګاه د مهمو قومندانانو نه یو وو.
د ایراني جنرال د جنازې په خاطر سبا په پلازمینه تهران کې مراسم جوړیږي. د ایراني جنرال جنازه به د سې شبنې په ورځ د اخواز په ښار کې خاورو ته وسپارل شي.