په هندوستان كې خونړي بريدونه

د هندوستان د په شمال ختيځ كې د آسام په ايالت كې د بودو د ډلې اورپكو د مسلمان مېشتو كليو كوكراجار او سونيتپور ۵ بېلابېل بريدونه كړي چې د لومړنيو شمېرو له مخې پكې ۵۲ تنه وژل شوي دي.

158268
په هندوستان كې خونړي بريدونه

د هندوستان د په شمال ختيځ كې د آسام په ايالت كې د بودو د ډلې اورپكو د مسلمان مېشتو كليو كوكراجار او سونيتپور ۵ بېلابېل بريدونه كړي چې د لومړنيو شمېرو له مخې پكې ۵۲ تنه وژل شوي دي.
چارواكي وايي چې د وژل شوو كسانود شمېر د زياتېدو وېره هم شته دى. د پوليسو د چارواكو د څرګندونو په اساس د بودو اورپكو په بريدونو كې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه په قصدي ډول وژلي دي.
په دواړو كليو كې پر تګ راتګ بنديز لګول شوى دى. دا بريدونه د هندوستان د لومړي وزير، د كورنيو چارو د وزير او د آسام د ايالتي چارواكو لخوا وغندل شول.
د بودو ډله څوك ده؟
د بودو ملي ديموكراتيكه جبهه (NDFB) د آسام په ايالت كې د خپلواكۍ په موخه د كلونو راهيسې مبارزه كوي. دا جبهه ټينګار كوي چې د آسام په ايالت كې يې كلتور، ژبه او ټولنيزې چارې د خطر لاندې دي.
د آسام ايالت په هندوستان كې د چاى د توليد تر ټولو پراخه كروندې لري. همداراز هر كال په ميليونو سيالانيان ددې ايالت نه ليدنه كوي چې د بودو ډله ددې ليدنو نه هم ناراحته ده.
د روان ميلادي كال د مې په مياشت كې د همدې ډلې د يو بل بريد په ترڅ كې د يو زيات شمېر مسلمانانو په ګډون ۳۲ تنه وژل شوي ول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه