په خيبر كې پاكستاني پوځ عمليات پيل كړل.

دوه ورځې وړاندې د پېښور په ښار كې په يو نظامي ښوونځي باندې د پاكستاني طالبانو د ډله ايز بريد نه وروسته چې پكې شاوخوا ۱۴۳ تنه چې ډيرى يې ماشومان ول ووژل شول، د پاكستان هوايي ځواكونو په شمالي وزيرستان باندې هوايي بمبارۍ پېل كړې.

152613
په خيبر كې پاكستاني پوځ عمليات پيل كړل.

د پاكستان د اوردو وياند جنرال عاصم سليم باجوا د ټولنيزو رسنيو له لارې څرګنده كړه چې په هوايي بمباريو كې يې لږ تر لږه ۵۰ اورپكي وژلي دي.
تېره ورځ د نوموړي هېواد لومړي وزير نواز شريف د ترهګرو بريدونو د محكومينو د اعدام د سزا په اړه ځنډول شوى حكم جاري كړ. نوموړي څرګنده كړه چې د ترهګرو ټول پټنځايونه بايد له منځه يووړل شي.
د يادولو وړ ده چې د پاكستاني پوځ عمليات به په سيمه كې دوام ومومي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه