هند نوى او پرمختللى فضايي توغندى وآزمايلو

د هندوستان د فضايي چارو ادارې فضا ته د يو نوي او پرمختللي توغندي په توغولو سره د نړۍ پام ځانله جلب كړ.

152487
هند نوى او پرمختللى فضايي توغندى وآزمايلو

دا توغندى چې ټول ۶۳۰ ټنه وزن لري د هندوستان په سوېل كې د اندراپرادېش په ايالت كې د فضايي تمځاى نه د سې شنبې په ورځ فضا ته وتوغول شو.
دا توغندى د ۴۰۰۰ كيلوګرامه په وزن سره د فضايي سپوږمكۍ د انتقال وړتيا لري.
د هندوستان هېواد پخوا هم يو شمېر سپكې فضايي سپوږمكۍ فضا ته لېږلې وي. هندي ساينسپوهان اوس د داسې پرمختللي توغندي په جوړولو بريالي شوي دي چې درندې او لويې سپوږمكۍ او حتى انسانان هم فضا ته وليږي. د فضايي ادارې چارواكو څرګنده كړه چې دا توغندى به په راتلونكې كې دوه يا درې تنه فضانوردان هم فضا ته ولېږدوي.

د هندوستان توغول شوى توغندى
د هېواد لومړي وزير نارېندرا مودي هندي ساينسپوهانو ته ددې برياليتوب له امله مباركي وويله.
د توغول شوي توغندي په كټوښه كې يو حجره ځاى پر ځاى شوې ده چې پكې دوه – درې تنه فضانوردان هم ځاييږي. ددې پروګرام مشر وايي چې راتلونكې هدف يې فضا ته د انسان لېږل دي.
هندوستان غواړي چې په نړۍ كې د فضايي رقابت په برخه كې خپل موقف پياوړى كړي. پدې ډول به د فضايي ساينس په ډګر كې د نړۍ د ګوتو په شمېر هېوادونو په كتار كې شامل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه