له افغانستانه د پاكستان د لوى درستيز ناڅاپي ليدنه

په پېښور كې پر يو نظامي ښوونځي باندې د پروني بريد په پايله كې چې څه كم ۱۵۰ تنه پكې ووژل شول د پاكستان لوى درستيز سترجنرال راحل شريف دې ته اړ كړ چې په كابل كې د خپلو سيالانو سره ناڅاپي ليدنه وكړي.

149929
له افغانستانه د پاكستان د لوى درستيز ناڅاپي ليدنه

د پاكستان د لومړي وزارت د مطبوعاتو د څانګې د معلوماتو په اساس ټاكل شوې ده چې راحل شريف به نن په كابل كې د افغانستان د نظامي چارواكو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې پر سر خبرې اترې وكړي.
د يادولو وړ ده چې د ملي وحدت د حكومت تر جوړېدا وروسته دا دويم ځل دى چې راحل شريف افغانستان ته سفر كوي.
دا سفر پداسې حال كې ترسره كيږي چې پرون د پېښور په ښار كې په يو نظامي ښوونځي باندې د ځانمرګي ډله ايز بريد په پايله كې ۱۴۶ تنه زده كوونكي او ښوونكي ووژل شول.
تمه كيږي د دواړو هېوادونو مشران د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډې مبارزې كار وكړي


پيوندونه:

اړوند خبرونه