ایران په عراق کې د داعش په مرکزونو د هوايي بریدونو ترسره کول ومنل

138892
ایران په عراق کې د داعش په مرکزونو د هوايي بریدونو ترسره کول ومنل

ایران په عراق کې د داعش په مرکزونو هوايي بریدونو کړي دي.
د ایران حکومت په عراق کې د داعش په مرکزونو د هوایي بریدونو ادعا ومنله او وویل چې دا هوايي بریدونه د امریکا سره د همکارۍ نه پرته شوي دي .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې د مسول مرستیال ابراهیم رحیمپور د ګاردین ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې په عراق کې د داعش په مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړي دي .
نوموړي وویل دا بریدونه د امریکا سره په تفاهم یا همکارۍ کې ندي ترسره شوي ، دا بریدونه د عراق په خاطر ترسره شوي دي . نوموړي ویلي دي چې اجازه به ورنکړي چې عراق په سوریې بدل شي.
نوموړي ویلي دي چې د عراق سره به لا زیاتې مرستې وکړو ځکه چې عراق موږ ته د سوریې نه لا نږدی دی .
ایران تر اوسه پورې په عراق کې د داعش په مرکزونو د هوايي بریدونه اړوند خبرونه ردول خو دا لومړی ځل دی چې د نوموړو ادعاګانو پخلی کوي.
یو څه موده وړاندې د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جان کیربي هم ویلي وو چې ایران جنګي الوتکو پ عراق کې د داعش په مرکزونو بریدونه کړي دي .
د پنټاګون ویاند هم ویلي وو چې په عراق د داعش په مرکزونو د ایران بریدونه د امریکا او ایران ترمنځه د کومې همکارۍ په معنا ندي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه