حضرت محمد ص ماشومتوب په اړه جوړ شوي فلم سخت غبرګونونه پارولي دي
ایراني فلم جوړونکي مجید مجیدي د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ماشومتوب په اړه په جوړ کړي فلم کې د سینما لوبغاړی د پیغمبر په رول کې لوبولی دی. دې مسلې په ټوله اسلامي نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي. د لبنان مفتي د فلم په اړه په غبرګون کې ویلي دي چې ً دا ایران لخوا د داسې یو ګام پورته کول د اسلام نه مښکې د بت پرستۍ ته په لورې د تګ ښکاره بیلګه ده . ً د ایران فلم جوړونکې د ( محمد ) په نوم په جوړ کړي فلم کې د سیمنا لوبغاړي ته د محمد رول ورکول ، په نړۍ کې سخت غبرګونونه پآرولي دي .
ویل کیږي د فلم شوټنګ په وروستیو مرحلو کې قرار لري او په پام کې ده چې د ۲۰۱۵ کال د فبروري په میاشت کې په تهران کې د شفق په نامه د سینمايي فلمونو په فیستیوال کې نندارې ته وړاندې شي.
یو زیات شمیر کارپوهان پدې اند دي چې دا فلم به په سیمه او نړۍ کې د شیعه ګانو او سونیانو ترمنځه ستونزې لا ډیرې کړي او حتا جګړې ته به لار اواره کړي. دا فلم چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ماشومتوب په اړه جوړ شوی دی د فیل د مشهورې واقعې سره پيلیږي. د ویلو ده چې دا واقعه د حضرت محمد ص د زیږیدو نه وروسته رامنځته شوې ده . په فلم کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مور بي بي آمنې ، د شیدو مور بي بي حلیمې او نیکه عبدالمطلب ته هم ځانګړې ځای ورکړ شوی دی .
د نړۍ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په یو فلم کې د پیغمبر په رول کې یو تن لوبول کیږي.
د لبنان مفتي ویلي دي د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه په جوړ شوي فلم کې د یو چا لوبول جایز ندي. ځکه چې په نړۍ کې هیڅداسې انسان شتون نلري چې د محمد ص شخصیت او رول ولوبوي. د بله پلوه ایراني فلم جوړونکي ویلي دي چې په ایران کې فلمونو ته د جدي کنټرول نه وروسته د جوړولو اجازه ورکول کیږي . موږ هم د ددې فلم د جوړولو د اجازې د ترلاسه کولو نه وروسته د فلم په جوړولو پیل وکړ.
همداشان د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي آمارات،اردن او لبنان په څیر په یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو کې په فلمونو کې د پیغمبر په رول کې د چا په لوبولو بندیزونه شتون لري او پدې اړه فتواګانې شتون لري چې دا عمل جایز ندی.
د یادولو وړ ده چې ددینه وړاندې هم د محمد ص د ژوند په اړه یو زیات شمیر فلمونه جوړ شوي خو په هیڅ یو کې د پیغمبر په رول کې څوک ندی لوبول شوی . د پیغمبر په څیره کې د چا څیره نده ښکاره شوې.