امريكا د ايراني پېغلې اعدام محكوم كړ.

د امريكا متحدو ايالتونو په ايران كې د ۲۶ كلنې ريحانې جباري د اعدام له امله د نوموړي هېواد چارواكي وغندل.

171810
امريكا د ايراني پېغلې اعدام محكوم كړ.


د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت څرګنده كړه چې په هېواد كې د بشري حقونو د فعالانو او نړيوالې ټولنې د اصرار سره سره ريحانه جباري اعدام شوه.
پر ريحانې جباري تور لګول شوى وو چې د مرتضى عبدالعلي سربندي په نامه يو ايرانى ځوان يې وژلى دى.
ريحانه جباري پرون سهار په داسې حال كې اعدام شوه چې د اروپايي ټولنې د پارلمان د ريس په ګډون د بښنې د نړيوال سازمان چارواكو او نورو سازمانونو د نوموړې د بښنې غوښتنه وكړه.
ريحانې جباري په محكمه كې ويلي وو چې مرتضى سربندي يې ځكه ووژلو چې نوموړي پرې د جنسي تيري هڅه وكړه.
ريحانه په ۲۰۰۷ كال كې ونيول شوه، په ۲۰۰۹ كال كې پر اعدام محكومه شوه او په ۲۰۱۴ كال كې اعدام شوه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه