ايرانۍ پېغله اعدام شوه!

ريحانه جباري نومې پيغله چې په ۱۳۸۶ كال كې د مرتضى عبداالعلي سربندي په نامه د يو تن دولتي مامور د وژلو په تور نيول شوې وه نن سهار په ايران كې اعدام شوه.

170558
ايرانۍ پېغله اعدام شوه!

ريحانه جباري نومې پيغله چې په ۱۳۸۶ كال كې د مرتضى عبداالعلي سربندي په نامه د يو تن دولتي مامور د وژلو په تور نيول شوې وه نن سهار په ايران كې اعدام شوه.
د ريحانې تر اعدام وړاندې په ايران او نړيوالې ټولنې كې يو شمېر سازمانونو غوښتنه كړې وه چې پر نوموړې باندې د اعدام حكم تطبيق نشي.
د ايران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي احمد شهيد هم د ايراني مقاماتو نه غوښتنه وكړه چې پر جباري باندې د اعدام حكم تطبيق نه كړي.
اعدام شوې پېغلې په محكمه كې د خپل ځانه د دفاع لپاره ويلي ول چې مرتضى عبداالعلي سربندي پرې د جنسي تيري هڅه وكړه. ځكه يې هغه وژلى دى.
ريحانه د مرتضى عبداالعلي سربندي د وژلو پرمهال يواځې ۱۹كلنه وه.
د ايراني چارواكو د څرګندونو له مخې سربندي په اصل كې د نوموړي هېواد د استخباراتي ادارې كار كوونكى وو.
ويل كيږي چې ريحانه تر نيول كېدو وروسته په يو ځانګړي زندان كې ساتل شوې وه چې د مدافع وكيل او د كورنۍ د غړو په ګډون هېچا يې د ليدنې اجازه نه درلودله.
په تهران كې يوې محكمې په ۱۳۸۷ كال كې ريحانه پر اعدام محكومه كړه چې وروسته د نوموړي هېواد د سترې محكمې لخوا يې اعدام تاييد شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه