ايران: اوباما د امريكا تر ټولو كمزورى ولسمشر دى!

د ايران د ولسمشر حسن روحاني سر مشاور علي يونسي وويل چې `` اوباما د امريكا د متحدو ايالتونو تر ټولو كمزوى ولسمشر دى. ``ه.

169508
ايران: اوباما د امريكا تر ټولو كمزورى ولسمشر دى!

د يونسي په وينا چې تل پر امريكا نيوكې كوي اوباما داسې ډېر مغلوبيتونه وڅكل چې هېواد ته يې مختوري په نصيب كړ
د يونسي په وينا د اوباما د واكمنۍ پرمهال په نړۍ كې ترهګريز فعاليتونه زيات او ترهګرې ډلې پياوړې شوې. امريكا په سيمه كې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه كې لويه ماتې وخوړله. علي يونسي وويل چې د اوباما اداره د خپلې كمزورتيا له امله غواړي چې د ايران سره اړيكې ټينګې كړي،.
علي يونسي پدې هم اعتراف وكړ چې په امريكا كې د جمهوري غوښتونكو په څېر د محافظه كار اقتدار د شتوالي په صورت كې كېداى شي چې د ايران سره جګړه كړې واى. يونسي د امريكا پر محافظه كارانو او اسراييلو باندې د نيوكو په ترڅ كې څرګنده كړه چې `` دا ډول خلك د وسلو او جګړو سوداګر دي. دوى له موږ سره جګړه كوله. ځكه چې دوى نه غواړي چې د ايران په څېر يو سيمه ايز ځواك لا زيات پياوړى شي. دوى د اسراييلو نه پيروي كوي. د دوى لپاره اصلي رقيب داعش نه بلكې ايران دى.``
علي يونسي د لوديځ سره د ايران د اتومي پروګرام پر سر د خبرو اترو موضوع ته په اشارې سره وويل چې `` كه څه ډېر خوشبينه نه يم خو دواړه خواوې غواړي چې يوې پايلې ته ورسيږي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه