د پاکستاني طالبانو ویاند او ۵ لوړپوړو قومندانانو داعش ته بیعت وکړ
د پاکستاني طالبانو ۶ تنو لوړپوړو قومندانو د داعش سره نه خپل ملاتړ اعلان کړ او بیعت وکړ.
د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د داعش نه ملاتړ اعلان کړ . نوموړي په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې ده او د تحریک طالبان پاکستان ۵ تنو لوړپوړو قومندانانو د اسلامي دولت مشر ته بیعت کړی دی .
په خبرپاڼه کې چې د قران کریم ځیني ایتونو ته هم ځای ورکړ شوی دی راغلي دي چې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت مرکز پیښور، د هنګو، اورکزیو ، خیبر او کرمې اجینسۍ قومندانانو د داعش سره بیعت کړی دی .
د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد په خبرپاڼه کې لیکلي دی چې د د اسلامي دولت مشر ابو بکر البغدادي ته بیعت کوي او د هغه د اوامرو اطاعت کوي.
د یادولو وړ ده چې پاکستاني طالبانو یو څه موده وړاندې هم د داعش نه د ملاتړ او د داعش سره یو ځای کیدو اعلان کړی وو خو د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله بیا د داعش سره د یو ځای کیدو او د بیعت خبر رد کړ .