پاكستان ملګرو ملتونو ته له هندوستانه شكايت وكړ.

153876
پاكستان ملګرو ملتونو ته له هندوستانه شكايت وكړ.

د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف د ملي امنيت او بهرنيو اړيكو سلاكار سرتاج عزيزد ملګرو ملتونو سرمنشي بان كي مون ته په يو ليك كې د كشمير د ستونزې په برخه كې د هندوستان د دريځ له امله شكايت وكړ.
عزيز پخپل ليك كې د كشمير په لانجمنه سيمه كې پدې وروستيو څو ورځو كې تاوتريخوالي ته په اشارې سره وويل چې د هندوستان ځواكونو د اوربند تړون تر پښو لاندې كړى دى.
سرتاج عزيز څرګنده كړه چې د سږني كال د پيل راهيسې هندوستان ۲۳۴ ځله اوربند تړون تر پښو لاندې كړى دى. د اكتوبر د مياشتې د لومړۍ نېټې نه تر ۱۰مې نېټې پورې ۱۲ ملكي وګړي وژل شوي او د ۹ سرتېرو په ګډون ۶۳ تنه كسان ټپيان شوي دي.
سرتاج عزيز د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتنه وكړه چې پدې برخه كې دې د تلپاتې سولې لپاره عملي ګامونه پورته كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه