د ايراني ځواكونو يوې الوتكې سقوط وكړ.

153886
د ايراني ځواكونو يوې الوتكې سقوط وكړ.

د توربو كومانډر ډوله الوتكه چې د پلازمېنې تهران نه د زاهدان پر لور روانه وه د نامعلوم لامل په پايله كې نسكوره شوې ده. په پېښه كې د نوموړي هېواد ۷ تنه امنيتي چارواكي وژل شوي دي.
د ايران د رسمي خبري آژانس ايرنا د خبر له مخې الوتكه د زاهدان په مربوطاتو كې د سراوان په سيمه كې لوېدلې ده. د پېښې په اړه تخنيكي څېړنې روانې دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه