د پاکستان د ملتان په ښارکې په ټیل ماټیل کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ

د پاکستان د ملتان په ښار کې د عمران خان په لویه غونډه کې د رش له امله ۷ تنه د خپو لاندې شول او ژوند يي د لاسه ورکړ.

153210
د پاکستان د ملتان په ښارکې په ټیل ماټیل کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ

د پاکستان د ملتان په ښار کې د عمران خان په لویه غونډه کې د رش له امله ۷ تنه د خپو لاندې شول او ژوند يي د لاسه ورکړ.
د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان چې د حکومت استعفا غواړي او پدې اړه د هیوادوالو د ملاتړ د ترلاسه کولو په خاطر په جلا حلا سیمې غونډې جوړوې تیره شپه د ملتان په ښار کې یوه لویه غونډه جوړه کړه.
د غونډې د پایته رسیدو نه وروسته په ټیل ناټیل کې ۷ تنه د خپو لاندې شول او ژوند يي دلاسه ورکړ او ۴۲ تنه نور ټپیان شول.
د ټپیانو نه د ډیرو روغتیايي حالت باریکه دی.
عمران خان د نوموړې پیښې له امله د ملتان د ښار چارواکي په پوره تدابیرو نه نیولو تورن کړل.
عمران خان وویل چې د ملتان چارواکیو پوره تدابیر نوو نیولې چې له همدې امله رش جوړ شو.
عمران خان د پاکستان حکومت او لومړی وزیر په ټولټاکنو کې درغلیو په ترسره کولو تورنوي او د حکومت پر خلاف يي پراخه مظاهرې پیل کړي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه