پاكستاني طالبان د داعش نه د ملاتړ په څرګندولو پښېمانه شول.

151567
پاكستاني طالبان د داعش نه د ملاتړ په څرګندولو پښېمانه شول.

د پاكستاني طالبانو مشر ملا فضل الله تېره ورځ د خپلو څرګندونو په ترڅ كې د خپل وياند شاهد الله شاهد هغه څرګندونې رد كړې چې ګواكې تحريك طالبان پاكستان د `` اسلامي دولت`` نه خپل ملاتړ اعلان كړى دى. شاهد د يكشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي ول چې د داعش سره هر ډول مرستې او همكارۍ ته تيار دي.
د القاعدې او داعش د ډلو ترمېنځ په سيمه كې د نفوذ د رقابت په پايله كې دواړه ډلې له يو سره د چلند په برخ كې له احتياط نه كار اخلي. پداسې حال كې چې داعش په منځني ختيځ كې په ځانګړې توګه په سوريه او عراق كې د القاعدې نفوذ مات كړى دى اوس غواړي چې خپله لمن شمالي افريقا او آسيا ته هم وغځوي.
د بله پلوه د القاعدې د ډلې مشر ايمن الظواهري څه موده وړاندې د هند او منځنۍ آسيا لپاره سيمه ايز مشران وټاكل. دا پداسې حال كې ترسره كيږي چې القاعده نه غواړي چې په جنوبي آسيا كې د خپل نفوذ امكانات د داعش ډلې ته په لاس كې وركړي.
ددې امله د طالبانو مشران هم د داعش سره په چلند كې احتياط كوي.
تر اوسه پورې داسې اسناد په لاس كې نشته دى چې له مخې د طالبانو او داعش ترمېنځ د همكارۍ نښې نښانې تر سترګو شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه