پاکستان د اټومي سرګلولو انتقالونکی لنډ واټنه توغندی وازمایه.

پاکستان د اټومي سرګلولو انتقالونکي لنډ واټنه توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.

140334
پاکستان د اټومي سرګلولو انتقالونکی لنډ واټنه توغندی وازمایه.

پاکستان د اټومي سرګلولو انتقالونکي لنډ واټنه توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.
د پاکستان اردو د مځکې نه مځکې ته د اټومي سرګلولو د انتقالونکو ۴ لنډ واټنه توغندیو د ازمایلو نه خبر ورکړ.
د پاکستان د اردو لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د نصر په نامه د ۶۰ کیلومتره واټنیز توغندی په بریالیتوب سره ازمایل شوی دی . په څرګندونو کې راغلي دي چې یاد شوي توغندي خپل هدف په ډیره ښه توګه له منځه وړی دی .
په څرګندونو کې زیاته شوې ده چې د نصر توغندی په موجودو حالاتو کې د هر ډول بهرنیو ګواښونو پر وړاندې یو ډیر قوي توغندی دی . همداشان دا توغندی د بهرني دښمن د هر ډول برید په مقابل کې په لنډه موده کې د ځواب ورکولو او چیریکي ځانګړتیاوو نه برښمند دی.
د پاکستان د اتومي توغندیو د پروګرام یو تن لوړپوړي چارواکي ټي ار ټي ته ویلي دي چې د نصر په نامه توغندی چې د الله نه د مرستې غوښتلو په معنا دی د دښمن د هر ډول برید د مخنیوي او له منځه وړو په ظرفیت جوړ شوی دی . دا توغندی د وړو اټومي سرګلولو د انتقال ظرفیت لري او جګړې پر مهال تر ټولو مهمه وسله شمیرل کیږي.
د یادولو وړ ده چې پاکستان په دفاعي برخو کې د پرمختګ سره نړۍ د حیرانتیا سره مخامخ کړې ده .
د بله پلوه د پاکستان ولسمشر ممنون حسین او لومړي وزیر نواز شریف د نوموړي توغندي جوړونکې ډلې ته ددې لوي بري له امله مبارکي ویلې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه