د داعش په وړاندې د امريكا روان دي.

په عراق او سوريه كې د داعش په وړاندې د امريكا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د عملياتو په څلورمه ورځ بېلابېل هدفونه وويشتل شول.

137988
د داعش په وړاندې د امريكا روان دي.

د داعش په وړاندې د امريكا روان دي.
په عراق او سوريه كې د داعش په وړاندې د امريكا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د عملياتو په څلورمه ورځ بېلابېل هدفونه وويشتل شول.
په سوريه كې د الرقه په ښار كې پرون د داعش مركزي قرارګاه وويشتل شوه. په سهارنيو بريدونو كې بيا د داعش په لاس كې د نفتو د استخراج مركزونه وويشتل شول.
پدې بمباريو كې تر اوسه پورې ۱۴ تنه اورپكي وژل شوي دي.
د نفتو د استخراج مركزونه چې د داعش د نفتو ستونزه يې آواروله په بريدونو كې ويجاړ شوي دي. ويل كيږي چې داعش په ورځ كې د ۵۰۰ بېرلو نفتو په توليدولو سره شاوخوا ۲۰ ميليونه ډالره عايد درلود.
د بله پلوه د جرمني هېواد د تركيې په سوېل كې كردانو ته د وسلو او مهماتو د مرستې لومړى پړاو ولېږلو. د عراق د حكومت د غوښتنې په اساس په وسلو او مهماتو بار الوتكه لومړى بغداد او بيا وروسته د اربيل ښار ته لاړه. د راتلونكې يوې اونۍ په اوږدو كې به عراق ته د ټوپكونو، لاسي بمونو، مهماتو، توغنديو، طبي مرستو او خيمو په ګډون يو زيات شمېر مواد ولېږل شي .
دا پداسې حال كې ده چې د جرمني د كورنيو استخباراتو ادارې اعلان وكړ چې له اروپا نه د داعش سره شاوخوا ۳۰۰۰ جنګيالي يو ځاى شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه