په چين كې يو مسلمان پروفيسور محاكمه كيږي.

په چين كې يو تن مسلمان فعال پروفيسور دوكتور الهام توختي د جدايي طلبۍ په تور د چيني مقاماتو لخوا محكمې ته معرفي شو.

130210
په چين كې يو مسلمان پروفيسور محاكمه كيږي.

په چين كې يو مسلمان پروفيسور محاكمه كيږي.
په چين كې يو تن مسلمان فعال پروفيسور دوكتور الهام توختي د جدايي طلبۍ په تور د چيني مقاماتو لخوا محكمې ته معرفي شو.
د توختي محاكمه د چين په مسلمان مېشتې خودمختاره سيمه اويغور كې پرون پيل شوه.
د پروفيسور توختي مدافع وكيل وايي چې د نامتو پروفيسور توختي د مقابلو او درسونو نه دا څرګنديږي چې موخه د هېواد ويشتل او يا جدايي غوښتنه نه ده.
ويل كيږي كه چېرې الهام توختي پړ وبلل شي نو كيداى شي تر لسو كلونو بند باندې محكوم شي.
۴۵ كلن توختي په پلازمېنه پيكن كې د مينزو په پوهنتون كې د اقتصاد استاد دى. توختي پخپلو درسونو او كنفرانسونو كې د سينجان په خودمختاره سيمه كې د اويغوري مسلمانو لږه كيو په وړاندې د چين پر سياستونو باندې نيوكې كولې. پروفيسور توختي پخوا هم د پوليس لخوا نيول شوى وو.
د پروفيسور توختي د محاكمې بهير د بهرنيو خبريالانو او اروپايي ټولنې د مشرانو د ناظرينو پر مخ تړلى دى. نړيوالو ټولنو د چين په مقاماتو غږ وكړ چې د بيان د آزادۍ په چوكاټ كې دي چينايي فعال خوشې كړي.
د توختي د دعوا په چوكاټ كې د اويغور څلور تنه مسلمان فعالان د لسو كلونو تر شلو كلونو پورې په بند محكوم شوي وو.
پروفيسور دوكتور الهام توختي د جنورۍ په مياشت كې د پوليس لخوا نيول شوى وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه