کویټه کې چاودنې ۳ تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپیان کړل

د پاکستان د بلوچستان د ایالت په مرکز کویټه کې په یو بازار کې چاودنې د یو تن افسر په ګډون درې تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپیان کړل.

124313
کویټه کې چاودنې ۳ تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپیان کړل

د پاکستان د بلوچستان د ایالت په مرکز کویټه کې په یو بازار کې چاودنې د یو تن افسر په ګډون درې تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپیان کړل.
د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې د برید موخه د امنیتي ځواکونو موټر وویل .
ویل کیږي د چاودیدونکو توکو نه بار یو موټر د سیمې نه د امنیتي ځواکونو د موټر د تیریدو پر مهال وچول شول چې له امله يي د یو تن افسر په ګډون درې تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپیان شول.
ټپیان سمدلاسه په سیمه کې روغتونونو ته انتقال شوي دي .
پولیسو ویلي دي چې دا چاودنه د لرې نه د ریموټ کنټرول په ذریعه شوې ده .
پولیسو ویلي دې چې په چاودنه کې د سیمې هټۍګانو او موټرانو ته سخت مالي زیان اوښتی دی . چاودنه ډیره زوروه وه چې غږ يي د ډیرې لرې سیمې نه اوریدل شوی دی .
پولیسو ویلي دي چې په چاودنه کې یواځې یو تن افسر وژل شوی او پاتې ټول مړي او ټپیان ملکي وګړي دي .
د نوموړي په وینا په چاودنه کې د شاوخوا ۴۰ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی دی .
د چاودنې مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی او په اړه يي څیړنې دوام لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه