د پاکستان اردو: په ملالې یوسفرۍ د برید په تور لس تنه مو نیولي
د پاکستان د اردو ویاند ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې په ملالې یوسفزۍ د برید په تور لس تنه طالبان نیولي دي
د پاکستان اردو په ملالې یوسفزۍ د برید په تور د لسو تنو طالبانو د نیولو نه خبر ورکړی دی .
د پاکستان د اردو ویاند جنرال عاصم سلیم بجوا خبري رسنیو ته ویلي دي چې هغه لس تنه طالبانو يي نیولي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې په ۱۶ کلنې ملالې یوسفزۍ د طالبانو د مشر ملا فضل الله په امر برید کړی وو.
د اردو ویاند ویلي دي چې نوموړي کسان په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر خلاف د روانو پراخو عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي .
نوموړي زیاته کړه چې نیول شوي کسان د تحریک طالبانو د ډلې غړي دي. همداشان نوموړي په قبایلي سیمو کې نیول شوي دي.
ملاله یوسفزۍ د برید نه وروسته لومړی په پاکستان کې د درملنې لاندې ونیول شوه چې وروسته بیا د درملنې په خاطر انګلستان ته یوړل شوه.ملاله یوسفزۍ دم ګړۍ د خپلې کورنۍ سره یو ځای په انګلستان کې ژوند کوي.
ملاله یوسفزۍ د پاکستان د طالبانو د مشر ملا فضل الله کلیواله ده چې د حکیم الله مسحود د مړینې نه وروسته د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.
د پاکستان د اردو ویاند ویلي دي چې ملا فضل الله د ۲۰۰۹ کال راهیسې لا درکه دی او داسې ګمان کیږي چې په افغانستان کې پټ وي. د بله پلوه د افغانستان دولت بیا پاکستان دولت طالبانو مشرانو ته په پناه ورکولو تورنوي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په تاجکستان کې د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو د شورا په ۱۴ غونډه کې د خپلې وینا ترڅ کې وویل چې د ترهګرو اصلي پټځایونه د افغانستان د پولو نه بهر دي او موږ په کراتو مراتو خپلو ټولو نړۍوالو متفقینو ویلي دي .
د یادولو وړ ده چې د پاکستان اردو په ملالې یوسفزۍ په برید د تورنو کسانو د نیولو په اړه د ډیرو زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه .
د پاکستان د اردو ویاند په راولپندۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې عملیاتو ته به د ملا فضل الله د نیولو پورې دوام ورکړي.
د پاکستان اردو د جون په ۱۵ نیټه په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر خلاف پراخه عملیات پیل کړي دي چې تر اوسه پورې د شاوخوا زرو تنو طالبانو د وژلو نه خبر ورکړی دی .