په ایران کې زلزلې ۵۵ تنه ټپیان کړ
په ایران کې د عراق سره په پوله کې د د ایلام ښار د ریښتر په کچه ۶ عشاریه یو په لویوالي سره یوې زورورې زلزلې ولرزو.
94193
په ایران کې د عراق سره په پوله کې د د ایلام ښار د ریښتر په کچه ۶ عشاریه یو په لویوالي سره یوې زورورې زلزلې ولرزو.
د ایران د خبرې اژانسونو د خبر له مخې په زلزله کې ۵۵ تنه ټپیان شوي دي . په پیښه کې څوک وژل شوي ندي.
ویل کیږي زلزله د مځکې لاندې په لس کیلومترۍ کې رامنځته شوه . زلزله د ترکیې په ځايي وخت د سهار په ۵ بجو او دیرشو دقیقو رامنځته شوې ده . همداشان زلزله د حورماآباد په ښار کې هم احساس شوې ده .
د ویلو ده چې زلزلې سیمې ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي په ځانګړې ټوګه د اوبو، برښنا او مخابراتو سیستمونو ته .