عمران خان:د ۴۸ ساعتونو په دننه کې حکومت باید استعفا وکړي
په پاکستان کې د حکومت پر خلاف پيل شوې مظاهرې دوام لري.
94281
په پاکستان کې د حکومت پر خلاف پيل شوې مظاهرې دوام لري. د بله پلوه د حکومت پر خلاف د مظاهرو تنظیموونکي د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان په ټولو هیوادوالو د حکومت پر خلاف په مظاهرو کې د ګډون غږ وکړ.
همداشان عمران خان په لومړي وزیر نواز شریف غږ وکړ که چیرې د ۴۸ ساعتونو په دننه کې استعفا ورنکړي په صدارت د خپلو پلویانو د ننوتو مخه به ونه نیولی شي.
همداشان د پاکستان د خلکو د غورځنګ او قران د لارې د حرکت مشر طاهر القادري وايي چې نواز شریف د هیواد لپاره یو ستر ګواښ دی. نوموړي وویل چې زه د یو جمهوریت پلوي په توګه د فوق العاده حالت مخالف یم.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په هیواد کې د درغلیو او اداري فساد له امله د یوې اوونۍ راهیسې د حکومت پر خلاف مظاهرې پيل کړي دي .