په پاکستان کې د حکومت پر خلاف پراخه مظاهرې پيل شوې

91586
په پاکستان کې د حکومت پر خلاف  پراخه مظاهرې پيل شوې

په پاکستان کې د حکومت پر خلاف مظاهرې پیل شوې . مظاهرې د لاهور په ښار کې پیل شوي دي او په پام کې ده چې نن د ماښام په ساعتونو کې مظاهره کوونکي د پلازمینې اسلام آباد په لورې روان شي.
د پاکستان د خلکو د غورځنګ او د قران د لارې غورځنګ مشر طاهر القادري په لاهور کې په خپل کور کې خبري غونډې ته وویل چې نن به د پلازمینې اسلام آباد په لورې روان شي. د یادولو وړ ده چې القادري په کاناډا کې ژوند کولو او د انقلاب په موخه هیواد ته راستون شوی دی .
قادري وویل چې د دوې لخوا د روان انقلاب د بریالیتوب په صورت کې به په هیواد کې د لږه کیو لکه مسیحیانو پر خلاف روان بریدونه پایته ورسوي او د عبادتخانو امنیت به يي ونیول شي او بې وزلو هیوادوالو ته به په وړیا توګه د روغتیايي خدماتو زمینه برابره کړي.
قادري وویل چې ددې یواځنۍ موخه د هیواد زیان لیدلی سیستم او جمهوریت له سره جوړول ځکه چې موجود حکومت یواځې د بډایه انسانانو حکومت دی او فقیر او بې وزله انسانانو حقوق د خپو لاندې کوي. همداشان نوموړي ټولو هغه بې وزلو پاکستانیانو ته چې کور نلري د کور ورکولو ژمنه وکړه او ددې سربیره د لومړنیو اړتیاوو لکه خوراکي توکو بیې به نیم په نیمه راټیټې کړي.
قادرې د خبري غونډې په پای کې د خپل بري په خاطر دعا وکړه او وروسته د مظاهره کوونکو سره یو ځای شو.
د بله پلوه د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان هم په خپلو پلویانو د حکومت پر خلاف په مظاهرو کې د ګډون کولو غږ وکړ.
عمران خان وویل چې هیڅ طاقت به ددوې مخه ونه نیسي .
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف بیا دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې د هیواد راتلونکې او ملي یووالي ته زیان اړونکو هیڅډول اقداماتو ته به اجازه ورنکړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه