په لاهور کې په نښته کې یو تن افسر او ۸ تنه اورپکي ووژل شول

د پاکستان د لاهور په ښار کې د امنیتي ځواکونو او اورپکو ترمنځه نښته وشوه.

132782
په لاهور کې په نښته کې یو تن افسر او ۸ تنه اورپکي ووژل شول

د پاکستان د لاهور په ښار کې د امنیتي ځواکونو او اورپکو ترمنځه نښته وشوه.
نن د سهار په وختي ساعتونو کې امنیتي ځواکونو په لاهور کې په یو کور چې اورپکي پکې اوسیدل عملیات ترسره کړل. د عملیاتو نه وروسته د اروپکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته پیل شوه چې په پایله کې اته تنه اورپکي ووژل شو.
د بله پلوه پدې عملیات د پاکستان د اردو یو تن افسر هم ژوند د لاسه ورکړی دی . یو تن اروپکي ژوند نیول شوی دی .
د پاکستان د پنجاب ایالت د حقوقو وزیر رانا مشهود وویل چې دا عملیات په شمالي وزیرستان کې د ضرب العذاب په نامه د روانو عملیاتو په چوکاټ کې ترسره شوي دي.
همداشان نوموړي وویل چې د ضرب العذاب د عملیاتو اصلي لامل د طالبانو لخوا د لوړپوړو پاکستاني چارواکیو ګواښل وو.
د پاکستان اردو د حکومت د هدایت په اساس د شمالي وزیرستان په سیمه کې د طالبانو پر خلاف پراخه عملیات پیل کړل. پدې عملیاتو کې تر اوسه پورې د ۵۰۰ تنو طالب جنګیالیو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه