د کراچۍ د صدر په سیمه کې چاودنې یو تن مړ او ۳ تنه ټپیان کړل

117664
 د کراچۍ د صدر په سیمه کې چاودنې یو تن مړ او ۳ تنه ټپیان  کړل

د پاکستان د کراچۍ ښار په زړه د صدر په سیمه کې د ځانمرګي برید له امله یو تن مړ او درې تنه نور ټپیان شول.
د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې چاودنه په صدر کې د یو جومات نه بهر د پارکینګ پلازه ترڅنګ شوې ده .
ویل کیږي ځانمرګي برید کوونکي په سیمه کې د ځان پورې تړلې چاویدونکي توکي وچول. په پیښه کې د برید کوونکي په ګډون دوه تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د سیمې د پولیسو چارواکیو ویلي دي چې د برید کوونکي موخه د مکې په نامه د جومات تر څنګ چاودنه نوه بلکې چاودنه د موټر سایکل د پارک پر مهال رامنځته شوه.
د چاودنې نه وروسته سمدلاسه سیمه د پولیسو لخوا محاصره شوه . پولیسو د احتمالي بلې چاودنې په موخه پلټنې پيل کړې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه