د روسیې پارلمان په اوکراین د عسکري مداخلې په موخه حکومت ورکړی صل

د روسیې پارلمان په اوکراین د عسکري مداخلې په موخه حکومت ورکړی صلاحیت بیرته واخیست

106949
د روسیې پارلمان په اوکراین د عسکري مداخلې په موخه حکومت ورکړی صل

د روسیې پارلمان په اوکراین د عسکري مداخلې په موخه حکومت ورکړی صلاحیت بیرته واخیست.
د روسیې د پارلمان تر ټولو عالي ارګان د فدراسیون شورا ریس پوتین ته په اوکراین د نظامي مداخلې په موخه ورکړ صلاحیت بیرته ترینه واخیست. په شورا کې د نوموړي صلاحیت د بیرته اخیستو په خاطر رای اچونه وشوه چې د ۱۵۳ مخالفیو رایو په اکثریت سر دا صلاحیت د پوتین نه بیرته واخیست.
د کرملین د رسمي ویپاڼې د خبر له مخې ولسمشر ولادمیر پوتین د فدراسیون شورا ته د یو لیک په استولو سره د هغه نه د اوکراین په خاوره د روسیې د عسکري ځواکونو د مداخلې په خاطر ورته د ورکړ شوي صلاحیت د بیرته اخیستو غوښتنه کړې وه.
پوتین دا پریکړه د اوکراین په سویل ختیځ کې د حالاتو د نورمالیدو او په سیمه کې د قوي مذاکراتو د پيلیدو په خاطر د ګام پورته کړ.
د روسیې د فدراسیون شورا د مارچ په لومړۍ نیټه د پوتین په وړاندیز د روسیې وسله والو ځواکونو ته په اوکراین د عسکري مداخلې اجازه ورکړ شوې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه