د شمالي وزیرستان ۳۵۰ زره تنه د خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي

د پاکستان د اردو لخوا په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو له امله په سلګونو زره تنه کسان د خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي .

103558
د شمالي وزیرستان ۳۵۰ زره تنه د خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي

د پاکستان د اردو لخوا په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو له امله په سلګونو زره تنه کسان د خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي .
د پاکستان اردو د طالبانو پر خلاف د پیل کړو عملیاتو له امله ۳۵۰ زرو تنو خپل کورونه پریښې او نورو سیمو ته کډه شوي دي .
د افغانستان سره په پوله کې د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو له امله په سلګونو زره خلک د خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي. ویل کیږي په زرګونو تنو افغانستان ته پناه وړې او په زرګونو تنو نور بیا باامنو سیمو ته کډه شوي دي .
په سیمه کې د دریو ورځو راهیسې په ګرځیدو بندیز لګیدلی دی چې ددې سره سره هم د دریو ورځو په دننه کې شاوخوا ۱۰۰ زره تنه د سیمې نه نورو سیمو ته کډه شوي دي.
ویل کیږي د نوموړو کډوالو ترمنځه د ماشومانو د ګوزن د ناروغۍ د خوریدو ویره لیدل کیږي.
د پاکستان اردو چې د طالبانو لخوا د کراچۍ په هوايي دګر د برید نه وروسته چاڼیز عملیات پيل شوي دي تر اوسه پورې پکې د ۲۶۰ تنو طالب جنیګالیو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه