په كراچۍ كې پر هوايي ډګر باندې بريد كې ۲۹ تنه ووژل شول.
د پاكستان د كراچۍ په ښار كې د جناح په نړيوال هوايي ډګر باندې د ډله ايز بريد په پايله كې د لسو تنو بريد كوونكو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول.
په كراچۍ كې پر هوايي ډګر باندې بريد كې ۲۹ تنه ووژل شول.
د پاكستان د كراچۍ په ښار كې د جناح په نړيوال هوايي ډګر باندې د ډله ايز بريد په پايله كې د لسو تنو بريد كوونكو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول.
د پاكستان د اوردو د وياند د څرګندونو له مخې په هوايي ډګر كې د پينځو ساعتونو نښتو په پايله كې ډول بريد كوونكي ووژل شول.
د بريد پړه طالبانو پر غاړه واخيستله.
د پاكستاني طالبانو وياند شاهد الله شاهد څرګنده كړه چې بريد يې څه موده وړاندې پاكستان د اوردو لخوا په شمالي وزيرستان باندې د هوايي بريد په غچ كې ترسره كړى دى.
د بله پلوه د ايران سره پولې ته څېرمه د تفتان په سيمه كې هم دوه ځانمرګي بريدونه ترسره شوي دي.
دا بريدونه هغه مهال ترسره شول چې د لسو بسونو يو كاروان چې شيعه مسافرين پكې سپاره ول د يو هوټل مخې ته درېدلي ول. په بريدونو كې ۲۲ نه ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.
د امنيتي چارواكو د څرګندونو له مخې د مړو په شمېره كې د زياتوالي اندېښنه هم شته دى.