د ایران ولسمشر حسن روحاني ترکیې ته راځي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ولسمشر عبدالله ګل د بلنې په اساس د جون په ۹ نیټه ترکیې ته راځي.

84977
د ایران ولسمشر حسن روحاني ترکیې ته راځي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د یو رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د ولسمشر عبدالله ګل د بلنې په اساس د جون په ۹ نیټه ترکیې ته راځي.
د ویلو ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني به د چانکایا په ماڼۍ کې د ولسمشر عبدالله ګل لخوا د رسمي مراسمو په ترڅ کې بدرقه شي او وروسته به دواړه مشران دوه په دوه او د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړي.
حسن روحاني به په انقره کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه په لوړه کچه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا په غونډه کې ګډون وکړي.
تمه کیږي چې د روحاني ددې سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په یو زیات شمیر برخو کې تړونونه لاسلیک شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه