په شمالي وزیرستان کې چاودنې ۲ تنه پاکستاني سرتیري ووژل

76155
په شمالي وزیرستان کې چاودنې ۲ تنه پاکستاني سرتیري ووژل

د پاکستان د شمالي وزیرستان په سیمه کې په یو بمي برید کې دوه تنه سرتیري مړه او درې تنه نور ټپیان شول.
د پاکستان د اردو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې د شمالي وزیرستان د نوشهر کلا په سیمه کې د سړک په غاړه د ځای په ځای شوي بم د چاودنې په پایله کې دوه تنه سرتیري مړه او درې تنه نور ټپیان شول. ویاند ویلي دي چې چاودنه د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه شوې ده .
د برید نه وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوه او د پلټنې عملیات پیل شوي دي .
د ویلو ده چې څو ورځې مښکې د مومندو په سیمه کې هم په پاکستاني سرتیرو برید شوی وو چې له امله يي یو شمیر سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه