په پاکستان کې طالبان په دوو برخو وویشل شول.

د پاکستاني طالبانو د غورځنګ مهمه برخه د محسودو قوم د تحریک طالبان پاکستان نه جلا شول او خپلواکي اعلان کړه .

75153
په پاکستان کې طالبان په دوو برخو وویشل شول.

په پاکستان کې طالبان په دوو برخو وویشل شول.
د پاکستاني طالبانو د غورځنګ مهمه برخه د محسودو قوم د تحریک طالبان پاکستان نه جلا شول او خپلواکي اعلان کړه .
د محسود د قوم ویاند اعظم طارق خبري رسنیو ته ویلي دي چې د خالد محسود په مشرۍ د محسودو قوم د تحریک طالبان پاکستان نه جلا شول.
طارق وویل چې د طالبانو د مشر حکیم الله محسود د مړینې نه وروسته غورځنګ د غلطو کسانو لاس ته غورځیدلی دی . د طالبانو غورځنګ د خلکو نه د باج ټولو په څیر په غلطو لارو روان شوی دی . ددې ستونزې د اواري په موخه د محسودو قوم ډیرې هلې ځلې وکړې خو کومه پایله يي ورنکړه چې د همدې امله موږ د ظالمانو پر خلاف د مبارزې پریکړه وکړه او د تحریک طالبان پاکستان نه جلا شو.
د ویلو ده چې د طالبانو مشر حکیم الله محسود د تیر کال د نوامبر د میاشتې په لومړۍ نيټه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.
د حکیم الله محسود د مړیني نه وروسته د طالبانو شورا ملا فضل الله چې د محسودو د قوم نه ندی د طالبانو د مشر په توګه وټاکه . د ملا فضل الله د ټاکل کیدو نه راپدیخوا په طالبانو کې خپل منځۍ ستونزې راپیدا شوې چې چې له امله يي د محسودو قوم د تحریک طالبان پاکستان نه جلا شو.



پيوندونه:

اړوند خبرونه