په پاکستان کې په بمي بریدونو کې لږ تر لږه پنځو تنو ژوند د لاسه و

د پاکستان د مومندو ایجنسي په سیمه کې د اردو په کتار د برید په پایله کې لږ تر لږه ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی .

72535
په پاکستان کې په بمي بریدونو کې لږ تر لږه پنځو تنو ژوند د لاسه و

په پاکستان کې په بمي بریدونو کې لږ تر لږه پنځو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د پاکستان د مومندو ایجنسي په سیمه کې د اردو په کتار د برید په پایله کې لږ تر لږه ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی .
په پیښه کې درې تنه پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي .
د پاکستان د اردو ویاند ویلي دي چې د مومندو ایجنسۍ د پنډي علي په ولسوالۍ کې د اردو په کتار په سړک کې ځای په ځای شوی بم وچاودید چې له امله يي لږ تر لږه ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی .
نوموړي وویل چې چاودنه د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه شوې ده .
د بله پلوه نن د سهار په وختي ساعتونو کې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې په دوو جلا جلا چاودنو کې یو تن مړ او یو تن بل ټپی شوي دی .
ویل کیږي چاودنه لومړنۍ د پاکستان په ځايي وخت د سهار د دریو بجو په شاوخوا کې د اف شپږ په سیمه کې د یو مارکیټ تر څیرمه شوې ده چې په پیښه کې د مارکیټ چوکيدار ژوند د لاسه ورکړی دی .
همداشان د لومړنۍ چاودنې نه نیم ساعت وروسته د جي نهه په سیمه کې بله چاودنه رامنځته شوه چې له امله يي یو تن سخت ټپي شوی دی .
پولیسو د چاودنو په اړه څیړنې پيل کړي دي او په ښار کې امنیتي تدابیر لوړې سطحې ته رسول شوي دی .
د یادولو وړ ده چې د پاکستاني طالبانو مشر مولوي فضل الله یوه څه موده وړاندې په خپور کړي ویدیويي پیغام کې د حکومت پر خلاف د پراخه بریدونو د ترسره کولو ګواښ کړی وو.
د پاکستاني طالبانو د مشر د ګواښ نه دوه ورځې وروسته د پاکستان هوايي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د طالبانو په پټنځایونو بمبارۍ پیل کړې او څه باندې ۶۰ تنه يي ووژل .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه