په شمالي وزیرستان کې د ۳۲ تنو طالب اورپکو وژل

د پاکستان هوايي ځواکونو نن د سهار په وختي ساعتونو کې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو په پټن ځایونو بریدونه کړي دي .

70445
په شمالي وزیرستان کې د ۳۲ تنو طالب اورپکو وژل

د پاکستان هوايي ځواکونو نن د سهار په وختي ساعتونو کې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو په پټن ځایونو بریدونه کړي دي .
د پاکستان د عسکري سرچینو د خبر له مخې جنګي الوتکو د شمالي وزیرستان د میرانشاه په سیمه کې د طالبانو د پټنځایونو د تثبیتولو نه وروسته په سیمه هوايي عملیاتو ترسره کړل چې په پایله کې لږ تر لږه ۳۲ تنه طالب اورپکي مړه او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي .
په خبر کې راغلي دي چې دا هوايي بریدونه یوه لنډه موده وړاندې د طالبانو لخوا په پیښور کې د ترسره شوو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي . ویل کیږي د نوموړو بریدونو اصلي مسولین هم پخپله طالبان دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه