د پاکستان د نواب شاه په سیمه کې زلزلې دوه تنه مړه او ۵۰ تنه ټپیا

64500
د پاکستان د نواب شاه په سیمه کې زلزلې دوه تنه مړه او ۵۰ تنه ټپیا

د پاکستان د سند ایالت د نواب شاه په ښار کې زلزلې دوه تنه مړه او ۵۰ تنه نور ټپیان کړل.
د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې راغلي دي چې نن د سهار په وختي ساعتونو کې د نواب سیمه د ریښتر په کچه د ۵ درجو په لویوالي سره یوې زلزلې ولرزوله چې په پایله کې دوه تنه مړه او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
ویل کیږي د زلزلې له امله په سیمه کې د یو زیات شمیر کورونو جتونه نړيدلي او په خلکو غورځیدلي دي .
د زلزلې اصلي مرکز د نواب شاه ۲۷ کیلومتره شمالي لوری ښودل شوی دی . ویل کیږي زلزله ۱۵ کیلومتره د ځمکې لاندې رامنځته شوې ده .
د پیښې نه وروسته سمدلاسه سیمې ته پولیسو او د ژغورنې ډلې رسیدلي دي . د ژغورنې ډلو د پیښې ټپیان په شاوخوا سیمو کې روغتونونو ته انتقال کړي دي . همداشان هغه کورونو ته چې زیان يي لیدلی دی خلک دننه نه پریښودل کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه