د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چاودنې ۸ تنه سرتیري ووژل

190589
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چاودنې ۸ تنه سرتیري ووژل

د پاکستان په شمالي وزیرستان د میرانشاه په سیمه کې چاودنې اته تنه سرتیري مړه او یو شمیر نور ټپیان کړ.
د پاکستان د اردو د سرچینو د خبر له مخې د شمالي وزیرستان د میرانشاه په سیمه کې د غلام خان په سیمه کې د سړک په غاړه کې د ځای په ځای شوي بم د چاودنې په پایله کې اته تنه سرتیري مړه او یو شمیر نور ټپیان شوي دي .
د سیمې نه په ترلاسه شوو خبرونو کې ویل شوي دي چې د چاودنې نه وروسته په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پیل شول.
د برید مسولیت تر اوسه د هیچا لخوا ندی منل شوی خو ګمان کیږي چې د طالبانو لخوا شوی وي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه