د پاکستان د کراجۍ په ښار کې د امریکا د استخاراتو غړی ونیول شو

63718
د پاکستان د کراجۍ په ښار کې د امریکا د استخاراتو غړی ونیول شو

د پاکستان د کراچۍ په هوايي ډګر کې د امریکا د استخباراتي ادارې یو کارکوونکې په بکس کې د مرمیو او وسلې سره یو ځای د پولیسو لخوا ونیول شو.
امریکا هم دا منلې چې د استخباراتي سازمان یو تن کارکوونکی د کراچۍ په هوايي ډګر کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی . ویل کیږي نوموړی امریکايي وګړی هله ونیول شو چې غوښتل يي د پاکستان پلازمینې آسلام آباد ته سفر وکړي. د امریکايي وګړي په بکس کې د ۹ ملي متر تبانجې سربیره ۱۵ مرمۍ هم نیول شوي دي .
یاد شوی امریکايي وګړی د دوشنبې د ورځې په مازیګر ساعتوتو کې نیول شوی دی .
نیول شوی امریکايي جاسوس پرون د ترهګرۍ پر تور محکمې ته حاضر شو. قاضي د یاد شوي امریکايي وګړي په اړه د لا ښه څیړونو په موخه د نوموړې محاکمه د مې لسمې نیټې ته وځنډوله .
محکمې پولیسو ته د امریکايي جاسوس په اړه د لا ښو پلټنو امر وکړ.
د بله پلوه امریکايي چارواکو ویلي دي چې نوموړی امریکايي وګړی په وسلې سمبال نه وو او بل دا چې نوموړی د پاکستان د استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په موخه سیمې ته تللی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه