په خيبر پښتونخوا كې پر اكمالاتي كاروان بريد وشو

62746
په خيبر پښتونخوا كې پر اكمالاتي كاروان بريد وشو

په خيبرپښتونخوا كې د ناټو لپاره د اكمالاتي موټرو پر كاروان باندې د وسله وال بريد په پايله كې ۲ تنه ووژل شول.
د امنيتي سرچينو د خبر له مخې دا پېښه د افغانستان سره پولې ته نږدې د جمرود په سيمه كې رامنځته شوې ده. په بريد كې درې لارۍ سوځېدلي دي. د دوو لاريو چلوونكي هم په پېښه كې سوځول شوي دي.
په پېښه كې دوه تنه نور بيا د وسله والو لخوا تښتول شوي دي.ټپي شوي كسان هم روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
امنيتي ځواكونو د بريد كوونكو د موندلو په موخه په سيمه كې عمليات پيل كړل. په خيبرپښتونخوا كې د ناټو لپاره د اكمالاتي موټرو پر كاروان باندې د وسله وال بريد په پايله كې ۲ تنه ووژل شول.
د امنيتي سرچينو د خبر له مخې دا پېښه د افغانستان سره پولې ته نږدې د جمرود په سيمه كې رامنځته شوې ده. په بريد كې درې لارۍ سوځېدلي دي. د دوو لاريو چلوونكي هم په پېښه كې سوځول شوي دي.
په پېښه كې دوه تنه نور بيا د وسله والو لخوا تښتول شوي دي.ټپي شوي كسان هم روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
امنيتي ځواكونو د بريد كوونكو د موندلو په موخه په سيمه كې عمليات پيل كړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه