د پاكستان د كراچۍ په ښار كې بمي بريد څلور تنه ماشومان ووژل
61739
د پاكستان د كراچۍ په ښار كې بمي بريد څلور تنه ماشومان ووژل.
د امنيتي چارواكو د څرګندونو له مخې د كراچۍ د ښار د اورنګي په سيمه كې پر موټرسكلېټ سپور يو تن بريد كوونكي د تحريريه مدرسې ته نږدې لاسي بمونه مدرسې ته ګوزار كړل. په رامنځته شوې چاودنه كې ۴ تنه زده كوونكي چې عمرونه يې د ۱۲ نه تر ۱۵ كلونو پورې ول ووژل شول او ۱۶ تنه نور ټپيان شول. ټپي شوي كسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
پوليسو د بريد كوونكي د موندلو لپاره پراخه عمليات پيل كړل.
د بله پلوه په همدې ښار كې د جمعې په ورځ د لمانځه نه وروسته د يو جومات مخې ته چاودنه وشوه چې پكې ۶ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.