به کراچۍ كې پر جومات د بريد په پايله كې ۴ تنه ووژل شول
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ډیلي کالوني په سیمه کې د جومات ترڅنګ چاودنې ۴ تنه مړه او شل تنه نور ټپیان کړل.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودنه د کراچۍ په یوې لوکسې سیمې او د غالیو د نندارتون ترڅنګ چې د دوو جوماتونو په منځ کې قرار لري شوې ده . عیني شاهدانو په وینا چاودنه هله رامنځته شوه چې خلک د جمعې د لمانځه د ادا کولو نه وروسته د جومات نه د راوتو په حال کې ول.
ویل کیږي د پیښې ټپیان د جناح روغتون ته استول شوي دي .
ویل کیږي چاودنې په سیمه کې یو زیات شمیر موټران چې درې پکې دولتي دي ویجاړ کړي دي .
د چاودنې نه وروسته د سیمې نه تور لګولی پورته کیده .
د چاودنې نه وروسته سیمه د پولیسو لخوا محاصره شوه او د احتمالي نورو بمونو په خاطر په پلټنو پیل وشو.
ویل کیږي چاودنه دومره زوروه وه چې د کراچۍ په یو زیات شمیر سیمو کې غږ اوریدل شوی دی .
تر اوسه پورې چا د نوموړي برید مسولیت ندی منلی خو چارواکي د برید پړه په طالبانو اچوي.