د هیواد نامتو اداکارې مروه دیزدار د کانز د فلمونو د فیستیوال د غوره ښځینه اداکارې جایزه ترلاسه کړه

د هیواد د فلم او سینما نامتو اداکارې مروې دیزدار د کانز د فلمونو په ۷۶ م فیستیوال کې د غوره ښځینه اداکارې جایزه ترلاسه کړه.

1991796

د ویلو ده چې نوموړې ( د وچو بوټو د پاسه  ) په نامه په فلم کې د رول له امله د کانز د جایزې لایق وګڼل شوه.

د سینما او فلم د مهمو فیستیوالونو نه د کانز د فلمونو د فیستیوال جایزې په مستحقینو وویشل شوې.

د هیواد د سینما او فلم مشهوره ادکاره مروه دیزدار د هیواد د نامتو فلم جوړونکي‌ لخوا  د تورکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي‌ ( د وچو بوټو د پاسه  ) په فلم کې د رول له امله د غوره ښځینه اداکارې د جایزې لایق وګڼل شوه.

دا فلم چې د تورکیې د ملي  راډیو او ټلویزیون (TRT) لخوا تولید شوی، په هغو پیښو تمرکز کوي چې د هیواد په ختیځ اناتولیا کې  د صمد په نامه د رسم د یو تن ښوونکي‌ د اجباري خدمت پر مهال د هغه سره پيښ شوي‌ دي.

په عین حال کې، فلم " د وچو بوټو د پاسه " په فیستیوال کې خپل نړیوال پریمیر درلود.

همداشان پدې فیستیوال کې د فرانسوي فلم جوړونکي‌ جاستین تریټ لخوا جوړ شوي‌

( اناتومي‌ اف فال ) په نامه فلم تر ټولو د غوره فلم  جایزه ترلاسه کړه.

اړوند خبرونه