د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي

2139349
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي

 

پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د کوتاهیا ولایت د ځانګړو چیني لوخو او د سینګار توکو په اړه چې په تورکیه او نړۍ کې ځانګړی شهرت لري لنډ معلومات درکوو.

د کوتاهیا تاریخي ښار چې د تورکیې په ایجین سیمه کې موقعیت لري د چیني لوخو سره  پیژندل کیږي چې د کورونو او ماڼۍ ګانو د سینګار د  هنر خورا ځانګړې بیلګه ده. "کوتاهیا چیني"، چې شهرت یې د تورکیې له پولو بهر شوی دی. د تورکیې د کوتاهیا ولایت چیني صنعت  په ۲۰۰۵ کې  یاد شوي ولایت د انځورګرانو او لاسي صنایعو د سوداګرۍ خونې لخوا د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي محصولاتو کې شامل شو.

د ویلو ده چې چیني لوخي او د سینګار توکي د غیر عضوي موادو لکه خټو، کاولین، کوارټز او د چونې ډبرې په مناسب تناسب کې ګډولو، شکل ورکولو او په مناسبه تودوخه کې د پخولو، سره ترلاسه کیږي.

د ویلو ده چې چیني توکي د لومړي پړاو پخولو نه وروسته چې شفاف سپین رنګ ترلاسه کوي رنګامیزي کیږي او دویم ځل لپاره بیا پخیږي.

د ویلو ده چې د چیني لوخو صنعت یو ځانګړی مهارت غواړي . نن ورځ په کوتاهیا ولایت کې د دیوارونو د سینګارولو ، ګلدانونو ، د پخلنځي لوخو لکه پیالې، قابوبه، غوري او داسې نور تولیږي. همداشان پدې ولایت کې د ډیر ځانګړي او ښکلي سوغاتي توکي هم تولیدیږي.

دا توکي د تولید نه وروسته په ډیر ځانګړي مهارت سره رنګامیزي کیږي او په رنګامیزۍ کې د ډیرو ژوندي او زړه راښکدونکو رنګونو او شکونو نه کار اخیستل کیږي.

 د کوتاهیا چیني توکو په جوړولو کې کارول شوي شکلونه تر ټولو مشهور او عام شکلونه دي او د تورکي کلتور یوه مهمه برخه ده. د ویلو ده چې پدې شکلونو کې د ګلانو لکه لاله، زنبق، ګلاب، کرانفیل، سمبل او داسې نورو نه هم استفاده کیږي.

د ویلو ده چې د چیني لوخو صنعت چې د اویغورانو څخه تر نن ورځې پورې نږدې زر کاله تاریخ لري، په ځانګړې توګه د اناتولي سلجوق دولت او عثماني امپراتورۍ کې خپل اوج ته ورسید. د تاریخي ودانیو سربیره چې په ډیری میشت ځایونو کې نښې او نښاني لیدلی شو.  په ځانګړي توګه قونیه ، سیواس ، قیصري ، ملاتیا ، ایرزورم ، بورسا ، ایډرنه او استانبول په لوی او تاریخي جوماتونو کې. ددې ولایتونو په ډیری جوماتونو کې د کوتاهیا د چیني صنعت نه کار اخیستل شوی دی. په کوتاهیا  کې تولید شوي ځانګړي کاشي ګانې  ددې جوماتونو دیوارونه سینګار کړي دي. په  سلجوقي او عثماني معمارۍ کی ډیری د کوتاهیا ولایت د ځانګړي کاشي ګانو نه کار اخیستل شوی دی. دا ولایت نن ورځ هم د چیني لوخو او کاشي ګانو په تولید کې ځانګړی شهرت او نوم لري. ددې سیمې محصولات د نړۍ ګوټ ګوټ ته صادریږي.



اړوند خبرونه