د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي توکي

پدې خپرونه کې تاسې ته د ارداخان ولایت د مشهور شاتو په اړه چې د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو په لست کې ځای نیولی دی په اړه تاسې ته لنډ معلومات وړاندې کوم.

2136055
د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي توکي

 

ارداخان ولایت  چې د تورکیې په ختیځ اناتولیا سیمه کې موقعیت لري او د هیواد یو له خورا مهم  مالدارۍ  مرکزونو څخه دی چې لوړ څړځایونه یې تر ۳ زره ۲۰۰ مترو  لوړوالي ته رسي ، د شاتو په تولید کې  هم  ډیر زیات شهرت لري. د ارداخان د ګلانو شات چې د قفقاز ډوله  مچیو څخه چې د سیمې د بډایه ګلانو ډولونو ته تغذیه  کیږي ترلاسه کیږي ، په ۲۰۱۷ کال کې د ارداخان د مچیو پالونکو اتحادیې په غوښتنلیک کې د تورکیې له جغرافیایي پلوه راجستر شوو محصولاتو په لست کې شامل شو. د ارداخان د ګلانو شات، چې شفاف، ځلانده بڼه لري او روښانه یا تیاره امبر رنګ لري په سیمه کې د زرګونو ډولونو ګلانو چې د هر ډول کیمیايي موادو نه پاک او پرته د اوبو یعنې په للمي ډول سره شنه کیږي  ترلاسه کیږي. په ارداخان کې د شاتو مچۍ تولیدونکي د قفقاز نسل مچې د ساتنې لپاره د ښار د کرنې ریاست لخوا په مکرر ډول معاینه کیږي او پدې توګه د شاتو تولید په یو ټاکلي معیار ساتل کیږي. په سیمه کې  د شاتو تولید د جون په میاشت کې پیل کیږي او د جولای په پای کې خپل اوج ته رسیږي او حاصل یې د اګست په میاشت کې راټولیږي. د مچیو تجربه لرونکي پالونکي په ځانګړې توګه په پام کې لري چې شات ډیر ژر راټول نه کړي، که نه وي شات به په لنډ وخت کې کرسټال شي. د حاصلاتو څخه وروسته، د ګل شات د کروم فولادو ټانکونو کې ځای په ځای کیږي او د اوږدې مودې لپاره پریښودل کیږي تر څو ښه دمه شي. د شاتو د دمه کولو نه موخه د ګرده دانو له مینځه وړل او د هوا لرې کول دي. د ارداخان ګلانو شات، چې د آرام کولو وروسته روښانه، پاک او ځلانده بڼه ترلاسه کوي په سیمه کې د موجودو ګلونو خوشبوي ذایقه منعکس کوي. وروسته  په شیشې مرتبانونو  کې ډکیږي  او د مصرف لپاره وړاندې کیږي.



اړوند خبرونه