په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې

په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې

2134659
په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې

 

په ننۍ پیړۍ کې یو زیات شمیر شیان دي چې مونږ ته ډیر ساده ښکاري خو د نن نه یوه پیړۍ مخکې ددې شیانو په اړه فکر کول هم د تصور نه لرې خبره وه. د بیلګې په توګه د ویښتو د وچولو ماشین . نن ورځ خلک د حمام کولو نه وروسته خپل ویښتان په ډیره ساده توګه د ویښتو وچولو د ماشین سره چې توده او یخه هوا پف کوي خپل ویښتان وچوي او د ډول ډول ناروغیو څخه ژغورل کیږي.

خو ایا تاسې فکر وکړۍ چې د نن څخه یوه یا یوه نیمه پيړۍ مخکې خلکو ددې ماشین په اړه تصور هم کولو؟ ډیر نه یوه نیمه پيړۍ مخکې د ویښتو د وچولو ماشین د ژوند یوه مهمه پارچه وه په ځانګړې توګه اروپايي هیوادونو کې. ښه دلته پوښتنه داده چې دا ماشین څه ډول د ژوند په یوې مهمې پارچې بدل شو.

دا ډول ساده اړتیا  څه ډول په یو ناڅاپه ځان احساس کړه. په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د صنعتي انقلاب وروسته د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوه او ښځو هم په  سوداګرۍ  او نورو برخو کې په کاروبار پيل وکړ. په لویو ښارونو کې د خپل ژوند د بقاء لپاره ښځې هم مجبورې شوې چې کار وکړي.

همداشان د ښځو د کار کولو د پیلیدو سره ځینې د ژوند ډیرې ساده اړتیاوې په یوې حتمي اړتیاوې بدلې شوې چې ددینه هم یوه د ویښتو د وچولو ماشین دی. د ویلو ده چې  په لویو ښارونو لکه لندن او پاریس کې چې د باران او رطوبت سره شهرت لري  ، سهار وختي د ښځو لپاره د حمام نه وروسته د ویښتو وچول یوه ډیره لویه ستونزه وه. ډیری ښځې چې مجبورې وې چې سهار وختي خپل کار ځایونو ته ځان ورسوي ، سهار د حمام نه وروسته به د لمدو ویښتو سره پدې سړه هوا کې له کوره وتلې او کار ته به تللې. دا به ددې لامل کیدل چې ښځې ریزش وکړي او ناروغې شي.دې مسئلې په هغه وخت کې د ښځو په منځ کې په ځانګړې توګه د نیم سیري یا میګرن او سینوزید ناروغیو کچه ښه لوړه کړه.

 

په لومړیو وختونو کې، ستونزه د ساده لارو څخه د حلولو هڅه کیده. ښځو به د اور او یا بخاریو په تاو باندې د خپلو ویښتو د وچولو هڅه کوله ، خو دې طریقې هم ډیری ښځې د سر په درد اخته کړې.

پدې وخت کې

فرانسوي سینګارست الکساندر فرډینانډ ګوډفروی، چې پخپله هم د سر درد باندې اخته شوی وو عقل ته یو فکر راغی. هغه د یو ګازي بخارۍ د نل له لارې چې توده هوا به يي پوف کوله د ویښتو په وچولو کې کار واخیست . پدې ډول په ډیره اسانه توګه وتوانید چې دا ستونزه حل کړي. د ویلو ده چې الکساندر دا اختراع په تصادفي توګه کشف کړه. خو د هغه دې اختراع میلیونو تنو انسانانو ته په ژوند کې جدي اسانتیا رامنځته کړه. نن ورځ د هر کور په حمام کې خامخا د ویښتو د وچولو ماشین شتون لري.

 

 

فرانسوي سینګاریست الکساندر فرډینند ګوډفروی دا نظر په ۱۸۹۰ کال کې په یوه پروژه بدل کړ او په تاریخ کې یې لومړی پیژندل شوی د ویشتو د وچولو ماشین اختراع کړ. په پيل کې البته چې د ویښتو د وچولو ماشین د نن په څیر نه وو. نظر عینې وو خو پروسه بل ډول وه. هغه د ویښتو د وچولو لپاره یوه ګازي بخارۍ چې توده هوا پوف کوي او یو دانه هم پاک نسل او د نل په سر کې یوه خولۍ جوړه کړې وه. د بخارۍ توده هوا به پدې نل کې راتله او وروسته به ترینه لاندې ویښته نیول کیدل او ویښته به وچیدل.  د ویلو ده چې هغه ددې ماشین د ودې او پرمختګ لپاره لس کاله کار وکړ او بالاخره د لسو کلونو زیار او زحمت نه وروسته وتوانید چې  په ۱۹۰۰ کال  کې د سینګارتونو د استفادې لپاره ماشین جوړ کړ. د الکساندر فرډینند ګوډفروی له اختراع وروسته، د ویښتو وچولو ماشینونه د انجینرانو لخوا په چټکۍ سره وده ورکړل شوه، مګر په لومړیو دورو کې دا ماشینونونه خورا لوی او ګران وو. همداشان  په چټکۍ سره به ډیر زیات تودیدل او په ډیره ښه توګه ترینه استفاده نه کیده.

 

د ویلو ده کله چې دا ماشین خلکو ته معرفي شو او خلکو پاملرنه يي جلب کړه په ډیرو زیاتو نندارتونو کې نندارې ته وړاندې شول او خلکو هم ښه لیوالتیا وښوده. د ویښتو د وچولو د پرمختګ د چارو په برخه کې لومړی ورته د حرکت ځانګړتیا ورکړل شوه.

لومړی ځانګړتیا د لوی ویښتو وچولو لپاره رامینځته شوې ، کوم چې د میلو په نفوذ سره په ټوله نړۍ کې خپریدل پیل شوي چیرې چې تخنیکي پرمختګونه معرفي شوي او د ټولې نړۍ د خلکو لوی لیوالتیا یې راجلب کړې ، حرکت و. په ۱۹۲۰ کال کې په سینګارتونونو کې د داسې ماشینونونو  سره  د مشتریانو ویښتان وچول چې هر لورې ته يي د حرکت قابلیت درلود. د ویلو ده چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۱ کال کې یوې فابریکې پدې ماشین کې د ځینو تغیراتو سره  د امتیاز حق يي ترلاسه کړ. همداشان تر ۱۹۷۰ کلونو پورې بیا پدې ماشین کې جدي تغیر رانغی. ماشینونونه اوس هم ډیر لوی وو او خلکو په کور کې ترینه استفاده نشوه کولې. په اصل کې د کوچینو ماشینونو د جوړولو لپاره په ۱۹۲۰ کال کې په هلو ځلو پيل وشو چې کومه نتیجه يي ورنکړه.

د ۱۹۷۰ کلونو نه وروسته ددې ماشین په برخه کې جدي تغیرات راغلل او په کلاره کلاره عام شوه او خلکو کولی شو چې د خپلو کورونو لپاره يي هم وپیري.  د وخت په تیریدو سره دومره پرمختګ وکړ چې نن ورځ په هر کور کې هر ډول موندل کیږي.

 



اړوند خبرونه