په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې

په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې

2110886
په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې

د خوړو کلتور د تورکیې په څیر د یو زیات شمیر هیوادونو  د عمومي کلتور یوه مهمه برخه ده. له ختیځ څخه لویدیځ، له شمال څخه سویل، تاسو چې هر براعظم ته سفر وکړۍ،  کولی شئ مختلف خوندونه او د تولید بیلابیل میتودونه ومومۍ.

په ځانګړي توګه د تورکیې په څیر هیوادونو کې ،  چې کله خبر د سبا ناري راشي بیا  ، تاسو کولی شئ چې په ورته میز یو زیات شمیر مختلفو خوندونو شاهدي وکړۍ. پداسې حال کې چې خواږه ، مالګین او حتی مساله لرونکي خواړه  په سبا ناري دسترخوان کې خپل ځای نیسي، د وړو نه پخیدونکي یو زیات شمیر خواړه هم د ناري میز لپاره لازمي دي. خو ځیني وختونو د وخت د نشتوالي او یا نورو مصروفیتونو له امله اړ کیږو چې ، ناري په ډیر ساده او هغه خواړه چې پخول يي اسانه وي  کوو. په ځانګړې توګه د هغه وظیفه لرونکو میندو او پلرونو لپاره چې خپل ماشومان ښوونځي ته رسوي او پخپله هم وظیفو ته باید ورسیږي او یا هغه څوک چې د بعضو ناروغۍ او یا وزن د زیاتوالي له امله پرهیز کوي مجبور دي چې سبا ناری په ډیره ساده توګه وکړي. د جوارو فلیکس کیسه، چې د لومړي تولید وروسته په ډیری هیوادونو کې د ناشتې مشهور خواړه وګرځیدل، د ورته اړتیا په پایله کې راڅرګند شو.

 

د جوارو فلیکس په حقیقت کې د کیلوګ وروڼو  لخوا چې د اشپزۍ او یا پخلي سره يي هیڅډول تړاو هم نه درلود اختراع شوی دی.

د امریکا په مشیګن کې زیږیدلی ، ډاکټر جان هاروي کیلوګ او د هغه ورور ویلیم کیت کیلوګ په ګډه په یوه روغتون کې کار کاوه چیرې چې د سرطان ناروغانو درملنه کیږي. جان هاروي کیلوګ، چې ډاکټر او د  تغذيې متخصص هم دی، ولیدل چې د هغه ډیری ناروغان د درملنې په جریان کې د خوړو په خوړلو کې ستونزې لري، نو هغه د مختلفو لارو په لټولو پيل وکړ. هغه هڅه وکړه چې داسې یوه مینو جوړه کړي چې د محصولاتو څخه جوړ وي چې دوی یې په اسانۍ سره وخوري. ډاکټر کیلوګ د ډیرو هڅو وروسته ناکام شو، خو  هغه  وخت په  ​​​​تصادفي ډول د ستونزې حل وموند په پخلنځي کې د خپلې میرمنې ایلا ننداره کوله.

 

ډاکټر کیلوګ ولیدل چې میرمن ایلا کیلوګ په پخنلځني کې د جوارو ډوډۍ پخولو پر مهال د وړو ځینې برخې ضایع کیږي. ډاکټر ګیلوک د خپلې میرمنې نه غواړي چې دا د جوړو وړه یوې غاړې ته راټول او بیا يي ښه نري کړي او په داش کې په ډیر لوړ حرارت سره پاخه کړي.  . هغه محصول چې د داش څخه راووت هغه د جوارو فلیکس وو. ډاکټر جان هاروي کیلوګ لومړی دا نوی محصول خپلو ناروغانو ته د شیدو سره ګډولو سره وړاندې کړ او د بریالیتوب درجه یې ترلاسه کړه. ول کیت کیلوګ ، د هغه ورور او د روغتون رییس هم ، مسلې ته له سوداګریز لید څخه لیدنه وکړه او پریکړه یې وکړه چې محصول خلکو ته وړاندې کړي. په همدې حال کې جان هاروي کیلوګ په ۱۸۹۶ میلادي کال کې د خپل محصول لپاره د امتیاز حق  په خپل نوم ثبت کړ او د هغه او د هغه د ورور ترمنځ یې حقوقي جګړه پیل شوه، خو وروسته دواړو وروڼو دا کړکېچ د شراکت په جوړولو سره حل کړ.

 

د جوارو فلکسونه ښه وو، خو بې خونده او بې مالګه وه، چې خوړل یې ستونزمن وو. ول کیت کیلوګ په محصول کې بوره اضافه کړه ترڅو د جوار فلیکس په ځانګړي ډول د ماشومانو لخوا خوښ شي او په ۱۹۰۶ کال کې یې د خوږو جوارو فلیکس بازارموندنه پیل کړه ، مګر د هغه ورور ، ډاکټر کیلوګ د شکرې جوار فلیکس سره مخالفت وکړ او دواړه ورونو ترمنځه یو ځل بیا لانجه پيل شوه.  خو د ډالۍ اعلاناتو د ډیری کلونو کمپاینونو سربیره ، په امریکایی ټولنه کې د کارګر میندو په شمیر کې ګړندی زیاتوالی د سرطان ناروغانو لپاره په ناڅاپي ډول تولید شوي جوار فلیکس یو مشهور ناشتې باندې بدل شو ، او د وخت په تیریدو سره یې د روغتیا اغیزو په اړه جدي بحثونه هم راوپارول چې نن هم دا بحثونه دوام لري.

 

د جوارو فلیکس، چې شات، کوکو، وچه میوه او مغز د تولید په وخت کې اضافه کیدی شي، د ډیرو کلونو لپاره د صحي محصول په توګه ګڼل کیده ځکه چې دوی د شیدو سره هم مصرف شوي، مګر ډیری وروستیو څیړنو ښودلې چې د جوارو فلیکس ډیر مصرف د دې لامل کیږي چې د شکرې ناروغۍ وده وکړي. البته، کله ناکله د شیدو سره حبوبات خوړل به هیڅوک ونه وژني، مګر که تاسو هره ورځ یو څو پلیټونه وخورئ، لکه څنګه چې په امریکایي فلمونو او تلویزیونونو کې، تاسو باید ښه پوه شئ چې دا به ستاسو روغتیا ته ښه نه وي.



اړوند خبرونه