د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

پدې خپرونه کې د تورکیې د بالکیسیر ولایت د یو ډول ځانګړي‌ پنیر په اړه بحث کوو.

1989435
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

د بالکیسیر ولایت د مانیاس ولسوالۍ ،  چې د تورکیې په مارمارا سیمه کې موقعیت لري او سلګونو ډوله مرغانو د کوربه توب او خپل جهیل سره د طبعیت د مینه والو یو خورا د خوښې وړ ځایونو څخه دی ، د خپل یو ډول ځايي پنیر سره ډیر زیات مشهور دی. د مانیاس پنیر چې نوم يي هم د همدې ولسوالۍ څخه اخیستی دی ډیرې زیاتې ځايي ځانګړتیاوې لري. مانیاس کله  پنیر، په ۲۰۲۰ کې د مانیاس ولسوالۍ د مقام په غوښتنلیک  د جغرافیه د راجستر شوو توکو په لست کې شامل شو .

د مانیاس کله پنیر چې د ۲ نه تر ۳ ملي‌ مترو د ضخامت لرونکی کلک پوټکی لري‌ ، تک زیړ او یا کم رنګه زیړ رنګ لري ، د خوند پلوه مالګین خو د یو ځانګړي‌ خوند او لذت خاوند پنیر دی. دا پنیر یو ډول خاص بوی لري.

د ویلو ده چې دا پنیر په سیمه کې  نږدې ۲۵۰ کلونو تاریخ لري‌ . د ویلو ده چې دا پنیر البانیايي کډوال په سیمه کې د میشت کیدو نه سره سم تولید او مروج شوی دی. په اصل کې دا پنیر د البانیايي کډوالو پورې اړوند دی. مانیاس  کله  پنیر د بالکیسیر په ولایت کې د میږو او غواګانو د شیدو د مخلوط کولو سره تولید کیږي.  لومړی د میږو او غواګانو خامې شیدې چاڼیږي  او د پخولو لپاره په یو غټ دیګ کې  اچول کیږي او زیان رسونکي ارګانیزمونه ترینه لرې کیږي. شیدې وروسته په پنیر د بدلولو لپاره خپلې ځانګړې سویې پورې سړیږي. دا اړینه ده چې د تخمر کولو په پروسه کې قطرې قطرې ترلاسه کړئ. په دې پروسه کې، د مانیاس د پنیر د ځانګړې تومنې نه کار اخیستل کیږي. کله چې په شیدو کې د پنیر تومنه واچول شي‌  د شیدو څخه اوبه جلا کیږي‌ او قطرې قطرې پنیر جلا کیږي. همداشان جوش ورکولو ته دوام ورکوو تر څو په بشپړه توګه اوبه له پنیر څخه جلا شي. وروسته چاڼیږي‌ او ټولې اوبه ترینه ویستل کیږي. ترلاسه شوی پنیر په یو ځانګړي‌ قالب کې اچول کیږي‌ او بیا پرې ښه فشار راوستل کیږي‌ تر څو خپلې ټولې اوبه د لاسه ورکړي‌ . وروسته د قالب نه پنیر راویستل کیږي‌ او پرې کیږي‌. دا پنیر ۲۱ ورځو لپاره دمه کیږي. کله چې ښه دمه شو بیا په ځانګړو مرتبانونو کې د ۱۲۰ ورځو لپاره په مالګینو اوبو کې پریښودل کیږي‌ تر څو خپل اصلي‌ خاصیت ترلاسه کړي‌ . ۱۲۰ ورځې په مالګینو اوبو کې د پاتې کیدو نه وروسته مصرف ته چمتو کیږي‌ . ددې پنیر جوړول چې څومره زحمت غواړي‌ په همدې انداره ځانګړې خوند او لذت هم لري. دا پنیر په سیمه کې ډیر زیات شهرت لري.



اړوند خبرونه